له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو انعکاس

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۲۲:۲۵
سبی

نیمروز

د پوهنې وزارت د پلان ریاست یو پلاوي، د نیمروز ولایت له پوهنې رئیس سره د لیدنې پر مهال، د یاد ریاست د کاري پلانونو ارزونې په ترڅ کې، له مسئولینو سره د پوهنې د درې کلن ملي پلان په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، تر څو د پوهنې وزارت د درې کلن ملي پلان په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړي.

کابل

د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د درېیمې ښوونیزې ناحیې له یو شمېر رسمي او خصوصي ښوونځیو څخه څارنه وکړه.

نوموړي د يادو ښوونځيو د اداري او تدريسي کړنو د ارزونې په ترڅ کې، د خصوصي ښوونځيو له مسئولينو وغوښتل، تر څو د خپلو ښوونځيو د فعاليت جوازونه نوي او خپل ښوونیز بهير د پوهنې وزرات د کړنلارې او نصاب له مخې تنظيم کړي.

کابل

د کابل ښار پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي په حضور کې، زکات خیریه بنسټ د حبیبیې لېسې پر ۲۰۰ یتیمانو او بې وزلو زده کوونکو خوراکي توکي ووېشل.

د پوهنې رئیس د یاد بنسټ له مرستو مننه وکړه او له بې وزلو زده کوونکو سره یې د دا ډول همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

نیمروز

د نيمروز ولايت پوهنې رياست اداري غونډه، د پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني تر څارنې لاندې د دغه رياست د آمرینو او مديرانو په ګډون جوړه شوه.

د یادې غونډې آجنډا د ښوونکو کمښت، د ښوونځیو او لیلیو څارنه، د نقلیه وسایطو ترمیم او یو شمېر نور مهم موضوعات ؤ.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، چپرهار ولسوالۍ اړوند د دولت زي او دولت آباد د نجونو ښوونځيو له اداري او تدريسي چارو څخه څارنه وکړه. دغه راز نوموړي د يادو ښوونځيو د ستونزو او نيمګړتياو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS