له ننګرهار ولایت څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۳
14

- یو خیریه او علم پرور شخص د ننګرهار ولایت شېرزاد ولسوالۍ د شېرزاد مرکزي لېسې ۲۰۱ تنو اړمنو زده‌کوونکو ته د ۳۵۰ زره افغانیو په ارزښت د ښوونځي لباسونه وپېرل.

- همدارنګه، د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ د نازنین جبارخېل لیسې داخلي برخه د یوې خیریه ادراې په مالي ملاتړ سره د ۱۱۰ زره افغانیو په لګښت رنګ او ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوه.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو، په ځانګړي توګه د ننګرهار ولایت علم پاله خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۳۵
Background image

بدخشان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نویو درسي خونو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ د دهګه منځني ښوونځي لپاره د ۶ بابه درسي خونو بنسټ ډبره، د یاد ولایت برقشود کلي د پوهنې مینه والو لخوا په ورکړل شوې ۹.۲۵ جرېبه ځمکه کې د پوهنې چارواکو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د مدارسو اداري مسئولینو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې، د مدارسو اداري مسئولینو لپاره د ۸ قلمه اداري کتابونو له منځپانګې سره د بلدتیا او مسلکي کولو په موخه، "د ۸ قلمه اداري درسي کتابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د میدان وردګ ولایت د ښوونځیو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د میدان وردګ ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۳۷۵ تنو ښوونکو د مسلکي او مهارتي وړتیاوو لوړولو په موخه، ۶ ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شو.. . .

BACK TO NEWS