له ولایتونو د پوهنې اړوند څو لنډ خبرونه!
لغمان
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د سویډن کمیټې ساحوي استازي او ورسره راغلي پلاوي د بابا میاخېل او میازمري میاخیل د ښوونځيو د دوه بابه کمپیوټر خونو د بیارغاونې له چارو څخه لیدنه وکړه.
د لغمان د پوهنې د رئيس په وينا: د دغو دوو کمپيوټري خونو لګښت يو ميليون او پنځه سوه زره افغانۍ اټکل شوى، چې په دغه ولايت کې د يادې ادارې د سيمه ييز دفتر له خوا ورکول کيږي.
بغلان
د بغلان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د تاله او برفک ولسوالۍ د دارالحقانیه مدرسې اداري او تحصیلي چارې له نيږدې وڅېړلې.
ميدان وردګ
د پوهنې دوستو هېوادوالو هر يو عبدالجبار باصر، انجنیر حلیم وردګ او خالد الرحمن په خپل شخصي لګښت د میدان وردګو د پوهنې ریاست ترمیم او رنګ کړ، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د رهبرۍ له لوري یې ستاینه او هرکلی وشو.
نورستان
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن د دغه ولایت واما ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د ښوونیزو فعالیتونو د ارزونې په ترڅ کې له اړوندو مسوولینو سره وکتل او د پوهنې د نظام د ښه والي په اړه یې ورسره خبرې وکړې. نوموړي د ورسپارل شویو دندو په اجرا کې د مامورینو اخلاص، اصولي کړنې او ځینې نورو اړینو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.
غزني
د غزني ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ د لس بابه ښوونځيو زده کوونکو ته ښوونیزې بستې او قرطاسیې ووېشلې.
