له ولایتونو د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۳:۱۸
1245

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، د یاد ولایت پوهنې ریاست له مسؤلینو سره ناسته وکړه او له هغوی یې وغوښتل، تر څو د پوهنې وضعیت د لاښه والي او درسي کیفیت د لوړولو په موخه دې د څارنې بهیر ګړندی کړي.

جوزجان

د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د قزانچي بابا، کوک ګنبد او آل پروژې لېسو له درسي بهیر څخه څارنه وکړه او د تدریس پر کیفیت د ټینګار ترڅنګ یې، د یادو لېسو اداري او تدریسي اسناد هم وارزول.

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني، د یاد ولایت حصه اول کوهستان ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې ریاست د ښوونیزو کړنو، نساجی گلبهار، نماز جای، بختیار شهید د نجونو لېسو، عبدالشکور خان منځني ښوونځي او بی بی عایشه صدیقه(رضي الله عنها) مدرسې د تدریسي بهیر څخه څارنه وکړه.

خوست

د خوست ولايت پوهنې رياست، د یاد ولایت د تخنيکي او مسلکي چارو ادارې او اطلاعات- فرهنګ ریاست په همکارۍ، د مرکز اړوند مولوي جلال الدين حقاني د مدرسې يو شمېر زده کوونکو ترمنځ د مقالې ليکلو او ترانې ویلو سيالي په لاره واچوله.

نورستان

د نورستان ولايت پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطئمن، د یاد رياست له اداري څانګو څخه د لیدنې پرمهال، له اړوندو مسئولينو وغوښتل، تر څو د خپلو څانګو د ورځنيو کړنو راپور له پوهنې ریاست سره شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۲
Background image

په ننګرهار کې د یوه ښوونځي ۹ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته ترلاسه شوه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ اړوند په فامیلیو سیمه کې د محی‌الدین لومړني ښوونځي ۹ جریبه غصب شوې ځمکه تر تثبیت وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۹
Background image

په کندوز کې یوه ښوونځي ته څه د پاسه یو جریب ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت مرکز اړوند الچین اتمانزي لومړني ښوونځي ته د سیمې د خلکو له لوري شاوخوا یو نیم جریب ځمکه، چې ارزښت یې له یو میلیون افغانیو څخه زیات دی، ډالۍ شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS