له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۱:۲۸
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

سمنګان:
د پوهنې وزارت د بلنې او لارښوونې ریس شیخ عبدالحی حازم د سمنګان ولایت د پوهنې ریاست د ښوونیز څارنې د مسوولینو په لارښوونه د خپل پلاوي په ملتیا د دغه ولایت د عربخانې، ستاره او خراسان تجربوي لېسو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه. له بیت المال څخه ساتنه او همدارنګه د شريعت د تطبيق په اړه يې خبرې وکړې او د هېواد د ماشومانو د سالمې روزنې لپاره يې مسوولينو ته لارښوونه وکړه.
لوګر:
په لوګر ولایت کې د جهاد مدرسې د شاو خوا ۸۵ مترو په اوږدوالي دحلقوي دیوال د جوړولو او همدارنګه د دریو ښوونځیو د بیارغاونې چارې پیل شوې. دغه پروژه به د پوهنې وزارت د انجینرۍ ټیم له خوا د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت د وزارت له عادي بودیجې څخه د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.
د يادونې وړ ده: چې تیره ورځ په دغه ولايت کې د یولک امريکايي ډالرو په لګښت د نهو ښوونځيو د بيارغاونې چارې هم پيل شوې دي.
په یو بل خبر کې:

په لوګر ولایت کې د پوهنې د ملاتړ ټولنیز بنسټ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د حضرت عمر فاروق مدرسې، جهادي مدرسې او کلنګار لیسې پنځوس تنو ممتازو زده کوونکو ته یې ستاینلیکونه ورکړل.
لغمان:
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې د څارنې ټیم او د حمایوي دارالمعلمین غړي د قرغیو هلکانو لېسې، اسلام دره او د مردم دره له لومړنیو ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي: د يونيسف ادارې په مرسته يې د دغه ولايت پر ۳۴ زره زده کوونکو د ښوونځيو د کتابونو بکسې او کتابچې ووېشلې. د جوزجان ولايت د پوهنې ريس الحاج مولوي محمد طاهر جواد وويل، پوهنه د ټولو ګډ کور دی او بايد د دغه کور په پرمختګ کې ټول ونډه واخلي.
بلخ:
دبلخ ولايت د پوهنې ريس مولوي عبدالجليل شاهیدخېل د  ناروې هېواد د ایفیت انستيتوت له مسوولينو سره وکتل.
د دې ادارې مسوولینو د خپلو فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې د خپلو پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د بلخ د پوهنې ریاست له مشرتابه څخه د مرستو غوښتنه وکړه او د بلخ د پوهنې ریس هم ورسره د مرستو ژمنه ترلاسه کړه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS