له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه
کابل
د تشبث ښوونیز او روزنیز بنسټ، د کابل په خواجه عبدالله انصاري عالي لېسه کې د یو نندارتون په پرانیستلو سره، د ښوونځيو د زده کوونکو هنري او تخنیکي لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې.
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د یاد نندارتون د پرانیستلو په ترڅ کې، د زده کوونکو استعدادونه او لاسته راوړنې وستایلې او هغوی یې د پخوا په پرتله د ساینس او پوهې زده کړې ته وهڅول.
پروان
د پروان ولایت پوهنې ریاست کاري غونډه د یاد ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني تر څارنې لاندې، د پوهنې په برخه کې د دولتي ادارو او همکارو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه او د پوهنې اړوند موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
د پروان پوهنې رئیس د يادو ادارو له مسئولينو څخه د مننې ترڅنګ، له هغوى وغوښتل چې خپل فعاليتونه د پوهنې له رياست سره په همغږۍ ترسره کړي.
هلمند
د هلمند ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد عوض انصاري، د ګرشک ولسوالۍ له استادانو او ديني علماوو سره د ليدني پر مهال، د ديني بنسټونو ستونزي وڅېړلې او په یاده برخه کي يې د همکارۍ ژمنه وکړه.
نوموړي له هغوی وغوښتل چې خپلې زده کړې د پوهنې له رياست سره په همغږۍ په لا ښه ډول پرمخ يوسي.
لوګر
په لوګر ولایت کې ۶۱ تنه ښوونکي د ظرفیت لوړونې له سیمینار څخه فارغ او سندونه یې ترلاسه کړل.
یاد سیمینار د لوګر پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز له لوري د ښوونکو لپاره په لاره اچول شوی و.
غزني
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د درسي کتابونو د وېش اداري پلاوي، د غزني ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل.
یاد پلاوي د خپل سفر موخه، د غزني ولايت ښوونځيو ته د درسي کتابونو د وېش له بهير څخه څارنه او په دې برخه کې یې د پوهنې له رياست څخه د همکارۍ غوښتنه یاده کړه.
