له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډيز

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۳:۵۷
123

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست، د یاد ولایت د کډوالو په کمپونو کې له پاکستان څخه د راستنو شویو زده کوونکو د ثبت لړۍ پیل کړې ده.
د پوهنې وزارت تر رهبرۍ لاندې به په يادو کمپونو کې ښوونکي وګمارل شي، څو هغوى ته د زده کړو د دوام آسانتیا برابره شي.

همدارنګه:

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست له ۲۵۷ تنو نوماندانو څخه ډله ییزه آزموینه واخیسته. 
په پلان کې ده، ۲۹ تنه چې معياري نمرې تر لاسه کړي، د یاد ولايت په ښوونځيو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت پوهنې رياست د ښوونځيو کارکوونکو، ښوونکو او زده کوونکو له خپلو شخصي پيسو څخه، د هرات ولايت له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه ټولټال ٥٦٩ زره ٥٠٠ افغانۍ راټولې کړې دي.
راټولې شوې پیسې به په رسمي ډول د پوهنې وزارت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم مسئولینو ته وسپارل شي.

هرات او جوزجان

د هرات او جوزجان ولایتونو پوهنې رئیسانو د یادو ولایتونو د رسمي او خصوصي ښوونځیو له مسئولینو، آمرینو او مدیرانو سره د جلا جلا کتنو په ترڅ کې، په ښوونځیو کې د پوهنې د کیفیت د لاښه والي په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
د پوهنې رئیسانو د ادارو تر منځ پر لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ خبرې وکړې او په دې برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.

بلخ

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست یو پلاوی، بلخ ولایت ته تللی او ټاکل شوې چې د پوهنې ریاست له کړنو او اجراآتو څخه څارنه وکړي.
د بلخ پوهنې رئيس مولوي عبدالجليل شهیدخېل د پوهنې وزارت پلاوي ته د همکارۍ او آسانتياوو برابرولو ژمنه وکړه.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS