له ولایتونو څخه د پوهنې د کړنو انعکاس

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۳۷
54

کونړ

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د کونړ ولايت رسمي او خصوصي ښوونځيو د ښوونيزو کړنو څېړنې په موخه، یاد ولایت ته ورسېد.

پلاوي د یادو ښوونځیو اداري او تدریسي چارې له نیږدې وڅېړلې او د پوهنیز وضعیت لاښه والي په موخه یې مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

دایکنډي

د دایکنډي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند د سرنګا سیمې یو شمېر قومي مشرانو د یاد ولایت له پوهنې سرپرست انجنیر صدیق الله ژمن سره وکتل او وړاندیز یې وکړ چې د سنګان ښوونځی دې له ګیزاب ولسوالۍ څخه شهرستان ولسوالۍ ته انتقال شي.

سرپل

د پوهنې ریاست او د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک پر بنسټ، دغه پوهنتون ژمن دی، چې د لوړو زده کړو لېوال کسان کوم چې د سرپل پوهنې ریاست له خوا ورپېژندل کېږي، په بېلابېلو څانګو په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې په ځانګړي تخفیف سره ومني.

میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د نوي تشکیلاتي جوړښت د تطبیق چارې پای ته ورسېدې.

د یاد ولايت پوهنې رياست مشرتابه پلاوي له خپلو کارکوونکو سره د يوې غونډې په ترڅ کې، د دغه ریاست نوى تشکیلاتي جوړښت تشرېح او پکې يې بدلونونه اعلان کړل.

سمنګان

د سمنګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني په یو رسمي سفر د یاد ولایت دره صوف ولسوالۍ ته ولاړ.

نوموړي د کلنیو آزموینو، اداري کړنو، تدریسي چارو، د زده کوونکو د ښوونیزې کچې، د ښوونځیو او مدارسو له کمېټو څخه څارنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۵۶
Background image

په میدان‌وردګ او پکتیا ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د میدان‌وردګ او پکتیا ولایتونو پوهنې ریاستونو، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت دویم پړاو ازموینې ترسره کړې، چې پکې د ټولټال ۱۲۷ تنو ماشومانو تعلیمي کچه وارزول شوه.
یا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۱ - ۹:۵۲
Background image

په کابل ولایت کې څه د پاسه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت ۲ بابه ښوونځي ترمیم شول

د کابل ولایت خاک‌جبار ولسوالۍ اړوند ۲ بابه ښوونځيو د ترمیم پروژې د پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د پټې خزانې او کړوخیل ښوونځيو د ودانیو ترمیمول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

BACK TO NEWS