له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۴:۵۲
12

کندز

د کندز ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمداسماعیل ابو احمد، د یاد ولایت ۹ ولسوالیو ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د ۱۰ بابه ښوونځیو د بیارغونې له چارو څخه چې د ۵،۵ میلیونه افغانیو په لګښت تر کار لاندې دي، څارنه وکړه. 

خوست

د خوست ولايت د پوهنې دوستو ځوانانو په مالي مرسته، د یاد ولايت مرکز اړوند ګلاب خانې لېسې کمپيوټر خونه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، د پوهنې مسئولينو، علماوو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون پرانیستل شوه. 
د خوست پوهنې رياست دسيمه ييزو خلکو له دغه نېک احساس څخه مننه او قدرداني وکړه 

ننګرهار

له پاکستان څخه یو شمېر راستانه شوي زده کوونکي د خپلو زده کړو د دوام په موخه، د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ «باغ بالا، شهید محمد اشرف او امرخېل» لېسو کې شامل شول.

پروان 

د پروان ولایت پوهنې ، د اطلاعاتو - فرهنګ او پوهنتون ریاستونو له لوري، د کتاب لوستلو سیالۍ چې د "ا/مارت پېژندنې، حق المبین او د شیطان لښکر" د کتابونو له سرچینو څخه په لاره اچول شوې وې، نن د یاد ولایت په عیدګاه جامع جومات کې ممتازو ګډون والو ته ډالۍ ورکړل شوې.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS