له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۱۸
13

لغمان او لوګر
د لغمان او لوګر ولایتونو د پوهنې ریاستونو روزونکو په هغې غونډه کې چې د یادو ریاستونو د آمرینو او مدیرانو په ګډون جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت له لوري منظور شوي عملیاتي پلانونه ګډون والو ته تشرېح کړل او هغوی ته یې لازم توضېحات ورکړل.

بغلان
د بغلان پوهنې ریاست، د استادانو د بستونو ډکولو په موخه، له ۱۷۱تنه نوماندانو څخه د آزاد رقابت آزموینه واخیسته.
په پام کې ده، هغه کسان چې معیاري نمرې ترلاسه کړي، د یاد ولایت په مدارسو او دارالعلومونو کې به د استادانو په توګه وګمارل شي.

کندوز  
د "رمضان کپ" فوټسال ټورنمنټ چې د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پیل په مناسبت د کندز ولایت د پوهنې ریاست د بدني روزنې او سپورت مدیریت له لوري د ۸ بابه ښوونځیو او مدارسو د ۱۴ کلنو کم عمره لوبغاړو د لوبډلو ترمنځ پیل شوی وو، د شېرخان لېسې په بریا او د خالد بن ولید مدرسې په نائب اتلولۍ سره پای ته ورسېد. 

سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د بستونو ډکولو لپاره له ۱۴۶ کسانو څخه ډله ییزه آزموینه واخیسته. 
د پوهنې مسئولین وايي: "هغه کسان چې معیاري نمرې ترلاسه کړي، په ښوونځیو کې به د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS