لوګر کې د دولسمو ټولګیو فارغانو ته د کانکور تیاري زده کړې ورکړل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۱۰:۳
لوګر کې د دولسمو ټولګیو فارغانو ته د کانکور تیاري زده کړې ورکړل شوې

د پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د روان ۱۳۹۸ کال د دولسمو ټولګیو سلګونو فارغینو ته په عملي بڼه د کانکور د تیاري روزنه ورکړل شوه.
دغه روزنه د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې د لوړو زده کړو وزارت او د یاد ولایت د پوهنتون استادانو په ګډه ورکړه.
په دې روزنه کې د دولسمو ټولګیو فارغینو ته د کانکور ازموینې له اصلي بهیر سره د بلدېدو په موخه اړینې لارښوونې او معلومات ورکړل شول.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي پر یادې روزنې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې چې له دې مخکې هم د ښوونځیو له لارې د دولسمو ټولګیو فارغانو ته د کانکور چمتوالي په برخه کې معلومات ورکړل شوي دي.
د یادونې وړده، چې د لوګر د کانکور را روانې ازموینې ته د ۳۶۰ نجونو په ګډون ۳۴۰۰ تنو، چې د دولسمو ټولګیو فارغان دي خپل نومونه لیکلي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS