معارف وزارت او ګلبهار بنسټ د مرستو هوکړه لاسلیک کړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۷ - ۸:۱۸
معارف وزارت او ګلبهار بنسټ د مرستو هوکړه لاسلیک کړه

د معارف وزارت د دفتر رییس مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده او د ګلبهار بنسټ مسوول شیرشاه لودين تر منځ د بي وزله ښوونکو سره د مرستې په پار تفاهمنامه لاس لیک شوه.
 د ګلبهار بنسټ مسوول لودین وويل چې د دغه تفاهم پر بنسټ به د معارف ښار اړوند ۲۰۰ ښوونکو ته  ۳۰۰۰ افغانۍ نغدي مرستې وشي، دغه به یې پيل وي او انشاالله چې په راتلونکي کې به دغه مرستې د کابل ښار تر څنګ ټولو ولایتونو ته هم ورسيږي.
نوموړي یاده کړه چې دغه مرسته به په راتلونکي کې یوازې نغدي نه وي؛ بلکې د مکاتبو لپاره به درسي تعميرونه، درسي مواد او د اوبو څاګانې هم شاملې وي.
د دي تر څنګ د معارف وزارت د دفتر رییس د ګلبهار بنسټ له مسوولينو څخه مننه وکړه او دا يې د معارف په برخه کې یو نیک اقدام وباله، نوموړي په نورو بنسټونو او تجارانو هم غږ وکړ چې د معارف وزارت سره دې هر اړخیزې همکارۍ وکړي.
همدارنګه په دې غونډه کې ځينې معیارونه د هغو ښوونکو لپاره په نظر کې ونیول شول چې مرسته به ورسره کيږي، هغه به مسکین وي، لوړ یا کدري معاش به نلري، د کابل اوسېدونکی به وی، معیوب یا هم په ناعلاجه مریضي باندې مبتلا وی او ښځینه ښوونکې به هم په نظر کې نیول کیږي خو په کمه فيصدي باندې. 
په وروستيو کې دواړه لورو د دغې مرستې د ويش په شفافیت باندې ټينګار وکړ او هوکړه وشوه چې د دواړو لورو څخه به استازي ټاکل کیږي تر څو دغه مرسته مستحقینو ته ورسيږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS