ملي او محلي ملاتړ د ښوونې او روزنې د سیستم د پیاوړتیا لپاره مؤثره دی
د پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې آغلې رنګینې حمیدي نن د چهارشنبي په ورځ، د سرطان په ۱۱مه نیټه د ویډیو کنفرانس له لارې د هرات، خوست، جوزجان او سرپل ولایتونو د پوهنې رئیسانو سره خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې آغلې رنګینې حمیدي له ولایتي چارواکو څخه د ولایت، ولسوالۍ او د کلیو په کچه د دوی د هڅو او دندو له امله مننه وکړه او د پوهنې په وزارت کې د اصلاحاتو، د کیفیت د ښه والي، امکاناتو او نوښتونو په اړه یې خپل نظرونه څرګند کړل. آغلې حميدي وویل چې د پوهنې وزارت د رهبرۍ ترټولو لوی هدف د دې پلي کيدو لپاره کيفيت لرونکي خدمات او د جامع پلانونو چمتو کول دي.
آغلي رنګینې حمیدي د ښوونې او روزنې په سیستم کې د پوهاوي او د ذهنیت د لوړولو پر اهمیت خبري وکړې او ټینګار یې وکړ چې د ملي سوداګرو, دیني عالمانو او محلي خلکو مادي او معنوي همکارۍ د تعلیم په ملاتړ کې لازمي ده او په دې برخه کې لا ډیر کار ته اړتیا ده.
ورپسې د جوزجان، خوست، هرات او سرپل ولایتونو د پوهنې رییسانو په خپل وار سره خبرې وکړې او د پوهنې وزارت سرپرستې ته یې په اړوندو ولایتونو کې د بدیل ښوونیز خدماتو پراختیا ، پرمختګونو ، ستونزو ، ننګونو او څرنګوالي په اړه راپور ورکړ.
د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې آغلې رنګینې حمیدي په داسې حال کې چې د ولایتونو د رییسانو ویناوې واورېدې, د پرمختګ ستاینه یې وکړه او د شته ستونزو د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.