ننګرهار کې د څلورو ښوونځيو نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۱۳:۳۹
ننګرهار کې د څلورو ښوونځيو نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د برغازي ایاد، کوز غازي اباد، کوز ګندیانی او دچهاردهي منځ کلي لومړنیو ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو ښوونځيو ودانۍ په پاخه او اساسې ډول د ولسې تړون اقرأ پروژې له لوري د ۲۱ میلیونو افغانیو په مجمو عي لګښت جوړې شوي دې چي په مجموع کې ۳۲ درسې خونې او نورې اړېنې ښوونیږي آسانتیاوې لري، چي له جوړېدو او پرانېستو سره یې د یادې سیمې ۱۵۰۰ تنو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شو.

د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د اقرا برنامې له چارواکو او سیمه ییزو شوراګانو څخه مننه وکړه، د ښوونکو او زده کوونکو څخه يې وغوښتل چې د ودانیو په ساتنه کې جدي پاملرنه وکړي او دغه راز یې پر ښوونکو او زده کوونکو سربیره له ولسي مشرانو هم وغوښتل چې دښوونځیو دچاپیریال په زرغونولو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۱۶
Background image

د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د دیني مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو اړوند ګډې ازموینې په تړاو، د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې ټاکل شوې ده، چې په ولایتونو کې د جهادي او دارالهجرت په شمول د ټولو مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه دورو ازموینې په لاندې ډول سره پلې شي:
۱ د ۱۴۴۷ هـ.ق کال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۱۶
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست ته ۷ جرېبه ځمکه وقف شوه

د هرات ولایت پوهنې مینه والو په تېرو دوو میاشتو کې پوهنې ریاست ته د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت څه د پاسه۷ جرېبه ځمکه وقف کړه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر د پوهنې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۱۶
Background image

په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې ودانۍ ترمیم شوه

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ په لوی کاریز سیمه کې د خیرالعلوم دیني مدرسه، چې د ترمیم لګښت یې ۴۰۰ زره افغانۍ راغلی، د یو مشهور مذهبي شخصیت  په همکارۍ ترمیم او بیاځلې ورغول شوه.
د پوهنې. . .

BACK TO NEWS