وروستيو زلزلو په کونړ او نورو ختيځو سیمو کې زرګونه زده‌کوونکي او تعلیمي مرکزونه اغیزمن کړي

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۱۵
bf

د وروستۍ زلزلې له امله د کونړ او نورو ختيځو ولایتونو په ګڼو سیمو کې شاوخوا دوه سوه زره زده‌کوونکي او طالب‌العلمان له سختو اغېزو سره مخ شوي دي. د پوهنې وزارت د پلټنو او سروې له مخې ګڼ شمېر تعلیمي مراکز په قسمي یا کلي ډول تخریب شوي او د زده‌کړې بهیر له جدي خنډونو سره مخامخ شوی دی.

په خواشینۍ سره چې یوازې په کونړ ولایت کې د دغې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶۸ تنه شهیدان شوي او ۸۶۲ تنه نور ټپیان دي.

سربېره پر دې د پوهنې وزارت د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د ښوونځیو د زده‌کوونکو یوه لویه برخه له رواني او فزیکي ستونزو سره لاس و ګرېوان ده چې رواني ملاتړ او د تعلیمي مرکزونو بیارغونه عاجل مرستو ته اړتیا لري.

سیمه ییز مسؤولین ټینګار کوي چې د زده‌کړې د بهیر د دوام لپاره باید بیړنۍ مرستې برابرې شي او د زیانمنو سیمو زده‌کوونکو ته د خوندیتوب او ملاتړ فضا رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS