په بامیان ولایت کې د بېرته راستنو شویو ۲۵۳ تنو کډوالو ماشومانو تعلیمي سویه وارزول شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۱۴
dfghcf

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د بېرته راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې رئیس، محترم قاري عنایت‌الله سهار، د بېرته راستنو شویو کډوالو هرکلی وکړ او ویې ویل: « پوهنې وزارت د هېواد بچیانو لپاره د ښوونې او روزنې د مناسبو شرایطو برابرولو په هدف شپه او ورځ هڅې کوي.»
نوموړي زیاته کړه: «زده کوونکي به د خپلې وړتیا او علمي کچې له مخې، د استوګنې سیمو ته نږدې مدارسو او ښوونځیو ته ور وپېژندل شي، ترڅو له غوره تعلیمي اسانتیاوو څخه ګټه پورته

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS