په بامیان ولایت کې د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستل شوه

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د افغانستان.ا.ا. له ۳۰۰ تنه م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیسته، تر څو هغوی د خپلو سویو سره سم د زده کړو د دوام په موخه، د ښوونځیو په لسم او یوولسمو ټولګیو کې شامل شي.
د باميان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي رحمت الله قنديلي، د يادې آزموينې نوماندانو ته ښه راغلاست ووايه؛ د اسلام د سپېڅلي دين له نظره يې د م.جاهدينو د مقام په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې د دغه آزموینې ګډون وال په تېرو دوه لسیزو کې د ج.هادي بوختیاوو له امله د خپلو زده کړو څخه پاتې شوې وو او اوس د دې وخت رارسېدلی دی، تر څو هغوی خپلې زده کړې بشپړې کړي.
د آزموینې ګډون والو د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له هلو ځلو خوښي څرګنده او ټینګار یې وکړ، چې د هیواد په بیارغونه او آبادۍ کې به خپل دیني او ملي رول ولوبوي.