په بدخشان ولايت کې ديوه لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۹:۵۳
بل

  د بدخشان ولايت مرکز فيض آباد ښار وکيل آباد سيمه کې، د شېرخان لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره د يو لړ هغو مراسمو په ترڅ کې، چې د ياد ولايت پوهنې رئيس، ښاروالۍ رئيس، دیني عالمانو او قومي مشرانو پکې ګډون درلود؛ کېښودل شوه. 
 د ياد ولايت د پوهنې  مسئولينو د څرګندونو له مخې: د ياد ښوونځي ودانۍ به په یوه پوړ کې، چې آته درسي ټولګي او يو احاطوي دېوال ولري او په لمريزې برېښنا سيسټم، يوه ژوره څاه، يو تشناب، میز او څوکۍ به سمباله وي، جوړه شي.
   د یاد ښوونځي ټول لګښت ۲۱ میلیونه ۶۹۵ زره ۸۸۵ افغانۍ اټکل شوی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ(UNHCR) د ساحوي دفتر له خوا تمویلیږي.
  دبدخشان ولايت پوهنې رئيس، د ياد مرستندويه بنسټ له  مرستې څخه دخوښۍ څرګندولو په ترڅ کې، له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان د زده کړو په موخه مدارسو او ښوونځيو ته واستوي.
  د يادونې وړ ده، چې د ياد ښوونځي زده کوونکو تر دې مهاله په آزاده فضا کې زده کړې کولې او د ودانۍ بيارغونې چارو په بشپړېدو سره به له خوندي او مناسب درسي چاپېريال څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

په غزني ولایت کې د ۴۰۰ تنو څخه ډېر زده‌کوونکي له خوندي تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول

د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اړوند په چهارقلعه سیمه کې د «شهید محمد حسن» ښوونځي ودانۍ د ولسي مرستو په مټ د ۲ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو لخوا رسماً پرانیستل شوه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين. . .

BACK TO NEWS