په بدخشان کې د یوې دیني مدرسې لپاره یو جریب ځمکه وقف شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۱۴
شسیسظی

د ښوونې او روزنې د ملاتړ او د دیني زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د بدخشان ولایت تشکان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید رضي‌الله‌عنه دیني مدرسې لپاره دوو تنو علم‌پروره کسانو محترم جمعه‌خان ولد عزیز او عبدالملک ولد عبدالغفار له لوري یو جریب ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې ریاست د دغه نېک او ارزښتمن اقدام ستاینه کړې او دا یې د دیني زده‌کړو د ملاتړ او د ښوونې او روزنې لپاره د غوره زمینې برابرولو په برخه کې اغېزمن ګام بللی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د ملک په ګرمو سیمو او ولایتونو کې نوی ښوونیز کال پیل شو

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، نن د وږي ۱۵مه د ملک په ګرمو سیمو او ولایتونو کې نوی ښوونیز کال دی، چې د پوهنې رئیسانو، مسوولینو، د سیمه‌ییزو ادارو د چارواکو، استادانو، ښوونکو، فرهنګي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

په بدخشان کې د یوې دیني مدرسې لپاره یو جریب ځمکه وقف شوه

د ښوونې او روزنې د ملاتړ او د دیني زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د بدخشان ولایت تشکان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید رضي‌الله‌عنه دیني مدرسې لپاره دوو تنو علم‌پروره کسانو محترم جمعه‌خان ولد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په جوزجان کې د ښوونکو او ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره شپږ ورځنی د وړتیا لوړونې پروګرام پیل شو

د جوزجان ولایت د فیض‌اباد او منګجیک ولسوالیو۹۰ تنو ښوونکو او د ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره د همکارو بنسټونو په ملاتړ شپږ ورځنی د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام پیل شو.
په دې  برنامه کې ۴۲. . .

BACK TO NEWS