په تودو سیمو او ولایتونو کې د دیني مدارسو څلورنیم میاشتنۍ آزموینې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۵:۳
12

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، د هېواد په تودو سیمو او ولایتونو کې د دیني مدارسو څلورنیم میاشتنۍ آزموینې نن په رسمي ډول پیل شوې.

هغه غوندې چې د یادو ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې ترسره شوې پکې د آزموینې د بهیر د څرنګوالي او یو شمېر نور مهمو موضوعاتو باندی د بحثونو تر ځنګ، څارنوکو ډولو ته هم د آزموینې د لا ښه ځار په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

د یادو ریاستونو د رهبرۍ په وینا، په آزموینو کې د روڼتیا د تامین په موخه، د څارونکو ټېمونو په ګمارلو سره د آزموینو اوسنی بهیر په جدي توګه څاري، ترڅو روڼتیا او عدالت تامین شي. د یادولو وړده چې د آزموینو دا پروګرام به د روانې اوونۍ تر آخره پای ته ورسیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS