په تېرو ۵۰ ورځو کې د لوګر ولایت له پوهنې سره ۲ مېليونه او ۲۴۳ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۰:۱
uyfg

د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د یاد ولایت معارف‌پالو خلکو له لوري په نږدې دوه مياشتو کې شاوخوا ۲ مېليونه او ۲۴۳ زره افغانۍ له پوهنې ریاست سره مرسته شوې ده.
دغه مرستې د پوهنې ریاست په همغږۍ د ښوونیز بهیر ملاتړ، د زده‌کړو لپاره اسانتیاوو برابرولو، د زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کولو او د هغوی د نورو تعلیمي اړتیاوو پوره کولو په موخه لګول شوې دي.
له پورته ذکر شویو مرستو څخه د یو شمېر دیني مدارسو او ښوونځیو لپاره اداري او تدريسي خونې جوړې شوې دي، د ځینو نورو ټولګیو د جوړېدو کار روان دی، په یو شمېر ښوونځیو کې منظم د اوبو او سولري برېښنا سیسټم فعال شوی او ځینې نور ښوونځي د اړینو وسایلو په برابرولو سمبال شوي دي.
یاده دې وي، چې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په ترڅ کې د خلکو مرستې د لوګر له پوهنیز بهیر سره زیاتې شوې دي او یوازې د همدې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۸ مېليونه افغانۍ نغدې مرستې هم د دغه ولایت له پوهنې سره شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS