په جوزجان ولایت کې د تقویتي ټولګیو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۱۰
6232

د جوزجان ولایت په ګرمو سیمو کې د اوړي د تقویتي ټولګیو ښوونکو او روزونکو لپاره «د زده‌کړو پیاوړتیا او د زده‌کوونکو د تعلیمي لاسته راوړنو ښه‌والی» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد په وینا د درزاب، قوش‌تپې او خواجه‌دوکوه ولسوالیو د ښوونځیو ښوونکي، چې له ګرمو سیمو څخه شمېرل کېږي، د یاد پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي دي.
د نوموړي په وینا، د دغې طرحې په چوکاټ کې ۶ بابه ښوونځي، ۱۲ تنه ښوونکي، ۶ تنه د مسلکي پراختیا غړي او ۴۸۰ تنه زده‌کوونکي د تقویتي ښوونیزو پروګرامونو برخه ګرځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۳۷
Background image

د غزني ولایت اړوندو ښوونځیو ښوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه ترسره شول

د مسلکي مهارتونو لوړولو او د ښوونیزو چارو لا ښه والي په موخه، د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
د پوهنې مسوولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونیزو بنسټونو سره د څه باندې ۶۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت د کامې ولسوالۍ له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو سره د ۶۰۵ زره او ۱۳۰ افغانیو مالي مرسته شوې ده.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۱۰
Background image

په جوزجان ولایت کې د تقویتي ټولګیو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د جوزجان ولایت په ګرمو سیمو کې د اوړي د تقویتي ټولګیو ښوونکو او روزونکو لپاره «د زده‌کړو پیاوړتیا او د زده‌کوونکو د تعلیمي لاسته راوړنو ښه‌والی» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS