په جوزجان ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۱
5145

د جوزجان پوهنې ریاست د پلاوي په جضور کې له ۱۳ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیستل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل جان راشد د ازموینې له پروسې څخه د لیدنې پر مهال وویل: وروسته له هغه چې د زده‌کوونکو تعلیمي کچه معلومه شي، هغوی به د خپلې سویې سره سم د رسمي ښوونځیو په مختلفو ټولګیو کې شامل شي؛ ترڅو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې دا پروسه به د پوهنې وزارت له کړنلارې سره سم له درېیو څخه تر پنځو ورځو پورې بشپړه شي او هڅه کېږي چې ټولې مرحلې په دقت، روڼتیا او معیاري اصولو سره سمې پلې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS