په دایکنډي ولایت کې د تعلیمي مرکزونو کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۸
df

په دایکنډي ولایت کې د «ارزونې، پلان جوړونې او راپور لیکنې د کړنو لارښود» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د مسلکي پراختیا ۵۸ تنو علمي غړو، د ښوونځیو او مدارسو د اجرائیه مدیرانو او مسئولینو لپاره ترسره شو.
د سیمینار په پیل کې، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي شېرمحمد صدیقي له ګډون‌والو وغوښتل چې په اداري چارو کې رونټیا وساتي او د اسلامي ا.مارت د احکامو او فرامینو په تطبیق کې هڅاند پاتې شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د نبوي سیرت او سنتو پيروي، د ښه چلند او اخلاص لرل او له مراجعینو سره نېک اخلاق ښودل، د ټولو دنده او مسئولیت دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس مولوي سید موسی جان، د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمود طالب ثاقب سره وکتل.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS