په دایکنډي ولایت کې د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۲:۱۰
1111

د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست له لوري په مرکز نیلي ښار کې د افغانستان.ا.ا. له یو زرو ۳۰۰ تنه م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستل شوه او په پام کې ده چې د آزموینې بریالي نوماندان به د هغوی له ښوونیزې سویې سره سم د ښوونځيو په لسم او يوولسمو ټولګیو کې شامل شي.

د دایکنډي پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار په ياده آزموينه کې د نوماندانو ګډون وستايه او زیاته يې کړه، د دغې آزموينې ګډون وال د خپلو جهادي بوختیاوو له امله نه دي توانېدلي، چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

د ياد ولايت والي الحاج مولوي نجيب الله رفېع هم له م.جاهدينو وغوښتل، تر څو د علم په حاصلولو او هېواد ته د صادقانه خدمت په کولو سره جدي هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځیو لپاره لابراتوار خونې جوړې شوې

د پکتیکا ولایت د زیړوک، اومنه ارګون او یوسف خېل ولسوالیو څلورو لېسو لپاره د پوهنې له بودیجې څخه د ۴۶۶ زره ۴۹۵ افغانیو په لګښت مجهزې لابراتوار خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت شهران ولسوالۍ اړوند د مملوق لېسې د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، چې د وه نیم جرېبه ځمکه یې د دوه مېلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ د خلکو لخوا د همدغې لېسې جوړولو لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د مرکز او ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- کابل:
د کابل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او مسئولینو لپاره (د راپور لیکلو او آنلاین راپور ورکولو) په نوم یو ورکشاپ پرانیستل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

- پکتیا:
د پکتیا ولایت د. . .

BACK TO NEWS