په دایکنډي ولایت کې د يو باب ښوونځي الحاقيه پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۲۲
25

د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار اړوند د هوايي ډګر تر شا د پولیسو په ښارګوټي کې، د يو باب ښوونځي الحاقيه څانګه، د پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار، دیني علماوو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

ياده الحاقيه د اړوند ولایت د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت په منظورۍ تاسيس شوه.

دغه ښوونیز مرکز له لومړي څخه تر دويم ټولګي پورې ۵۵ تنو زده کوونکو ته په خوندي او مناسب چاپېریال کې د زده کړو آسانتيا برابره کړه.

د مراسمو په پای کې د دايکنډي د پوهنې رياست له لوري د يادې الحاقيې په زده کوونکو ښوونيز توکي او فرشونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۵:۳۷
Background image

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس د کابل ښار د یو شمېر ښوونځیو له لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس استاد حبیب الله خالد، د یاد ریاست د ساینسي مضامینو له یو شمېر استادانو سره په ګډه، د آریانا (افغان-ترک ښوونځیو اړوند) او د کابل ښار د استقلال لېسو د درسي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۵:۲۱
Background image

د ولایتونو پوهنې خبرونو ته کتنه

بلخ
د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي او د پوهنې ریاستونو ترمنځ د یو بل له دوه اړخیزه تجربو څخه د استفادې په موخه، د متقابلې همکارۍ یو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

بغلان
په بغلان ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۵:۴۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د ځینو خبرونو لنډیز

کابل
په هغه کتنه کې چې د کابل والي مولوي امین الله عبید، د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني سره درلوده، په ترڅ کې یې د کابل ولایت د ولسوالیو د ښوونیز وضعیت لاښه والي په. . .

BACK TO NEWS