په دایکنډي ولایت کې د ۳۷ بابه ښوونځیو آمرینو او مدیرانو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۲۶
255

د پوهنې وزارت پلټنې ریاست لخوا، د دایکنډي ولایت د کجران او خدیر ولسوالیو د ۳۷ بابه ښوونځیو آمرینو او مدیرانو لپاره ( په ادارو کې د مالي او اداري چارو پلي کول) تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
یاد پروګرام د کجران ولسوالۍ په باغبان عالي لېسه کې د ۱۴ بابه ښوونځیو منوسبینو او د خدیر ولسوالۍ په ۲۳ بابه ښوونځیو کې د آمرینو او مدیرانو لپاره وړاندې شو، چې پایله یې د ګډون‌والو لخوا ګټوره او اغېزمنه وبلل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS