په زابل کې د ۸ ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۹
25146541

د زابل ولایت د قلات، شاه‌جوی او سیوري ولسوالیو ۸ ښوونځي د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت ترمیم او او بېرته د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شول.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي د مرسته کوونکي بنسټ له همکارۍ او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د پوهنې په برخه کې د دغه ډول بنسټیزو او پراختیايي پروژو پلي کول د زده‌کوونکو لپاره د مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال په رامنځته کولو او د ښوونې او روزنې د بهیر په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS