په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې جوړولو کار پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۲۱
65464

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د "احیاء العلوم" مدرسې جوړولو کار پیل شو.

د پوهنې چارواکو په وینا: یاده پروژه چې د ۲.۵ مېلیونه افغانیو لګښت به ولري، د دوو خیرخواهانو او سوداګرو، مولوي محمد امین وقاد او حاجي جبار په مالي ملاتړ سره به په دوو پوړونو کې جوړېږي، چې په کې درسي خونې، غونډو تالار، پخلنځی، د ډوډۍ خوړلو خونه، داوداسه اسانتیاوې او د څښاک پاکو اوبو او برېښنا منظم سیسټمونه شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د قره باغ ولسوالۍ سلګونو تنو طلابو ته معیاري تعلیمي اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS