په غزني ولایت کې د یو باب دیني مدرسې لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۳:۲۷
11

د غزني ولايت مرکز اړوند په ده خدايداد سيمه کې «د مدینې» په نوم د ښځینه وو یوې دینې مدرسې لپاره د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، ديني علماوو او قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه.

په پلان کې ده، یاده دیني مدرسه چې ۱۰ درسي ټولګي، یوه اداري څانګه او یو شمېر نور اړین ملحقات به ولري، په ۲ جرېبه ځمکه کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت سره جوړه شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیز نظام سره د خلکو په ځانګړې توګه د ده خدايداد کلي د اوسېدونکو له دوامداره همکاریو مننه او قدرداني کوي او دا يې د هغوی لپاره صدقه جاریه عمل وباله.

د غزني ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي مير نصيراحمد حسيني په ويناء، د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به شاوخوا ۴۰۰ تنو ماشومانو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS