په غزني ولایت کې د یو ښوونځي لپاره د ۶ بابه نویو درسي خونو بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
989

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د عبدالودود خان لومړني ښوونځي لپاره د ۶ بابه نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره، د ولایتي پوهنې مسئولینو لخوا کېښودل شوه.

پورته ذکر شوي ټولګي، د ځايي اوسېدونکو لخوا د ورکړل شوې ۵ جرېبه ځمکې په ساحه کې د خلکو په مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت سره جوړېږي او په پایله کې به یې د زده‌کونکو لپاره معیاري او مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو په ځانګړې توګه د غزني ولایت د علم دوسته ولس له مادي او معنوي مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS