په غزني کې د یو ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غزني ولایت واغظ ولسوالۍ اړوند نوآباد لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د سیمې د اوسېدونکو له لوري پر ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ به شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه ولري، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
