په فارياب ولايت کې د نجونو د يو لومړني ښوونځي لپاره نوې ودانۍ پرانيستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۸:۵۹
123

د فارياب ولايت شيرين تګاب ولسوالۍ د ګل تپې د نجونو لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، د یاد ولایت پوهنې رئيس، ديني عالمانو،قومي مشرانو، د ملکي او نظامي ادارو استازو په ګډون، د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل شوه.
د یاد ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي سيد حفيظ الله معتصم بالله د یاد ښوونځي د نوې ودانۍ په پرانيستلو خوښي څرګنده کړه .
نوموړي د علم او پوهې پر ارزښت د خبرو په ترڅ کې، له مسئولينو او زده کوونکو وغوښتل، چې د یاد ښوونځي ودانې او وسایلو په ساتنه کې جدي پاملرنه او دوامداره همکاري وکړي. 
د یادولو وړ ده، چې یاد ښوونځی شپږ درسي ټولګي له نورو ضمیمو سره لکه د اوبو څاه، د برېښنا سیستم، استنادي دېوال، ۱۰۸ بابه  میزونه او څوکۍ، اداري وسایل او د سپورت یو لوبغالی لري، چې د ناروې هېواد په مالي مرسته د ډارټ دفتر پواسطه  د 225 زره 206  امریکایی ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS