په فاریاب کې د دوو ښوونځیو لپاره ځمکه وقف شوه
د علمپال شخصیت محترم شرافتالدین له لوري د فاریاب ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ غلموري لومړني ښوونځي لپاره ۴۰۰۰ متره مربع ځمکه، چې ارزښت یې ۸۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
همدارنګه، په یوه ورته اقدام کې د محترم ملا برات لخوا د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ یوه ښوونځي لپاره ۱۵۰۰ متره مربع ځمکه، چې ارزښت یې ۷۵۰ زره افغانۍ دی، وقف شوې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې له نظام سره د هېوادوالو له مادي او معنوي ملاتړ قدرداني او مننه کوي.
