په لغمان ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار اړوند د «بدیعآباد» لېسې نوې ودانۍ، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه دوه پوړیزه ودانۍ چې ۱۲ درسي ټولګي لري او د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته جوړه شوې، شاوخوا ۳۴۲ زره ډالر لګښت پرې راغلی دی.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه جهان ساجد، په وینا؛ په دې پروژه کې سربېره پر دې، ۵۰۰ متره احاطوي دېوال، د اوبو رسولو او حفظالصحې سیسټم هم شامل دی، چې په جوړېدو سره یې شاوخوا ۸۰۰ تنو زدهکوونکو ته په غوره چاپېریال کې د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
