په لوګر ولايت کې یو باب ديني مدرسه پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۱:۵۶
11

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د غیرت آباد په کلي کې، د "دار القرآن حاجي منګل احمدزي" د ښځینه وو مدرسه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې  پکې د پوهنې مسئولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود، تاسیس او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده دیني مدرسه چې په یو وخت د ۶۰۰ تنو زده کوونکو ظرفیت لري، د لوګر ولایت د پوهنې دوست شخصیت «حاجي محمد اکبر اتل» له لوري جوړه شوې ده. 
په دې مدرسه کې د ديني علومو پر تدريس سربېره د عصري علومو مضمونونه هم تدريس او چارې یې د شپږو تنو ښځینه وو استادانو له لوري پر مخ وړل کېږي.
دغه راز په یاده مدرسه کې د درسي ټولګيو له پيل سره سم پر زده کوونکو د ۵۰۰ زره افغانيو په ارزښت د قرآن کريم نسخې، ديني کتابونه، درسي بکسونه، او ژمنۍ جامې هم ووېشل شوې.
د پوهنې ریاست مسئولینو او دیني علماوو په خپلو خبرو کې د دغه بااحساسه علم پال شخصیت له مرستو مننه وکړه او د دا ډول مقدسو ځایونو جوړول یې د صدقه جاریه اعمالو څخه وبلل.
د سيمې اوسېدونکو هم په خپل کلي کې د يادې مدرسې پر جوړېدو خوښي څرګنده او ژمنه يې وکړه، چې خپل اولادونه به د زده کړو په موخه دغه ديني بنسټ ته ولېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۵۶
Background image

په میدان‌وردګ او پکتیا ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د میدان‌وردګ او پکتیا ولایتونو پوهنې ریاستونو، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت دویم پړاو ازموینې ترسره کړې، چې پکې د ټولټال ۱۲۷ تنو ماشومانو تعلیمي کچه وارزول شوه.
یا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۱ - ۹:۵۲
Background image

په کابل ولایت کې څه د پاسه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت ۲ بابه ښوونځي ترمیم شول

د کابل ولایت خاک‌جبار ولسوالۍ اړوند ۲ بابه ښوونځيو د ترمیم پروژې د پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د پټې خزانې او کړوخیل ښوونځيو د ودانیو ترمیمول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

BACK TO NEWS