په لوګر ولایت کې د یو شمېر مدارسو او ښوونځيو بیارغونې په موخه تدارکاتي چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۳:۱۴
hds

په پام کې ده، چې ډېر ژر په لوګر ولایت کې د ۱۵ بابه ښوونځیو،۳ بابه دیني مدارسو او یوې اداري ودانۍ د بیارغونې او ترمیم چارې په رسمي ډول پیل شي.

د لوګر پوهنې ریاست مسئولین وايي، د یادو پروژې لګښت د پوهنې وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي، چې په پایله کې به یې د پوهنې لسګونو تنو کارکوونکو ته د کار کولو پر مناسب ځای سربېره د مدارسو شاوخوا ۱۰۰۰ تنو طالب العلمانو او د ښوونځيو ۷۵۰۰ تنو زده کوونکو ته د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.

د پوهنې مسئولينو او زده کوونکو د پوهنې وزارت له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS