په میدان وردګ ولایت کې د یو باب لومړني ښوونځي بیارغاونې چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۳۴
dsfa

د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د شهید سبحان الله لومړني ښوونځي د بیارغونې او بشپړولو د پروژې عملي چارې چې: د استنادي او شاوخوا دیوالونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو څاګانو کیندل او داسې نور اړین ملحقات په کې شامل دي، پيل شوې.

د یاد ولایت د پوهنې رياست مسئولينو د معلوماتو له مخې: دهمدې ښوونځي ودانۍ چې په ۴ جرېبه ځمکه کې جوړېږي، ټولییز لګښت یې ١٠ اعشاریه ۵ ميليونه افغانۍ دى، چې د پوهنې په برخه کې د يو مرستندویه بنسټ له خوا ورکول کېږي.

د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې، د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت سربېره، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسئولینو او علماوو هم حضور درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS