په میدان وردګ ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره درسي توکي برابر شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۹
54

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست مسوولین وایي: د یاد ولایت په مرکز کې د «رستم‌خېل لېسې» لپاره د یاد ښوونځي د تعلیمي شورا د غړو په مالي همکارۍ لاندې کړنې ترسره شوي دي:
د امنیتي کامرو نصبول، د کمپیوټر یو ټولګی جوړول، د سیوري چتر/ سایه‌بان جوړول، د مېزونو او څوکیو ترمیم، د درسي کتابونو پېرودل او د تقویتي درسي کورسونو پیلول شامل دي، چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۲۲۹ زره افغانۍ شوی دی.
مسوولین د یادې لېسې د ادارې او د تعلیمي شورا د غړو هڅې ستایي او وایي چې د همدغه ښوونځي د پرمختګ لپاره ښه همغږي کولای شي، زده کوونکو ته یو غوره تعلیمي چاپېریال برابر کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS