په میدان وردګ ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۷
5445

د میدان وردګ ولایت په مرکز کې د کهنه خمار لومړني ښوونځي لپاره اوبو رسولو شبکه د ۱۷۰ زره افغانیو په لګښت، د ماشومانو له زده‌کړې سره علاقه لرونکو لخوا جوړه شوه.

د پوهنې ریاست مسئولینو وویل چې د دې پروژې په ترڅ کې یو حلقه څاه کیندل شوی او د لمریزې برېښنا تجهیزات هم چمتو شوي دي.

هغوی په خپلو ویناوو کې دغه اقدام د زده‌کوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په لور یو مهم ګام وباله.

د یادونې وړ ده چې د میدان وردګ ولایت خلکو په تېرو وختونو کې هم د مختلفو مرستو په کولو د اړینو تعلیمي اسانتیاوو په برابرولو کې فعال رول لوبولی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS