په میدان وردګ ولایت کې له تعلیمي مرکزونو سره څه د پاسه ۱.۴ مېلیونه افغانۍ مالي مرسته شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۱:۳۶
212

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست راپور له مخې، د ښوونځیو شوراګانو (د ښوونځیو چارواکو، ښوونکو، د زده‌کوونکو والدینو، مشرانو او د سیمې اوسېدونکو) د روان لمریز کال په اوږدو کې له ښوونیزو مرکزونو سره ټولټال ۱مېلیون ۴۳۴ زره ۳۴۵ افغانیو په اندازه مالي مرسته کړې ده.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت په وینا، دغه مرسته د ترمیم، پاکو اوبو او نورو تعلیمي اسانتیاوو برابرولو او د سالم ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو لپاره لګول شوې ده.

د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونیز نظام سره د خلکو، په ځانګړې توګه د میدان وردګ ولایت د اوسېدونکو له ملاتړ هرکلی او ستاینه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS