په ننګرهار کې خواوشاه د دری نیم ملیونو افغانۍ په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۱۳:۳
په ننګرهار کې خواوشاه د دری نیم ملیونو افغانۍ په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پوهنې وزارت_ ننګرهار : دننګرهار ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې دپوهنې په برخه کې د خواوشاه دری نیم ملیونه افغانۍ په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپال شوې.
ددې پروژود ګټې اخیستنې په مراسمو کې دپوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې وویل ښوونځي دخلکو شتمني ده او ساتنه یې هم په خلکو پورې اړه لري . هغه وویل خوشحاله ده چې د خوږیاڼیو په ولسوالۍ کې د شهر نو لومړنې ښوونځي ودانۍ افتتاح کوي.
دشهرنو لومړنې ښوونځي ودانې په پاخه او اساسي ډول د ښار جوړونې ریاست له لوري د پوهنې وزارت دپرمختیایی بودجې څخه د یو میلیونو او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوي، چې ۶ درسي ټولګي، دڅښاک داوبو ژوره څاه،داحاطې دیوال ، ۵ تشنابونه او نور اړین ملحقات لری .
همدارنګه د بربهار ،کمبو او خیرمینې لیسو لپاره د څښاک دپاکو اوبو او تشنابونو جوړولو پروژې چې ټولیز لګښت یې یو میلیون او اته سوه زره افغانۍ کیږي شاملی دي .
دپوهنې ریس همدارنګه وویل دنوي مالي کال په اوږدو کې به په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ګڼو نورو پروژو د ګټې اخیستنې شاهدان اوسو . نوموړي ولس ته ډاډ ورکړ چې اوس به دهرې پروژې په اړه ولس ته حساب ورکوي اوپه پروژو کې به دشفافیت اصل په ټینګه په پام کې نیول کیږي. دپوهنې ریس دغه راز د خوږیانیو ولسوالۍ د کږې د نجونو لېسې دفراغت په مراسمو کې هم برخه واخیسته او دغو زده کوونکو او دهغوې کورنیو ته یې د مبارکۍ ویلو تر څنګ هغوې نورو زده کړو کولو ته وهڅولې.
په مراسموکې په ولسي چارو کې د جمهور ریس سلاکار جاوید زمان او دسیمې څو تنو ځایي مشرانو هم خبرې وکړې او ددغو پروژو ګټې اخیستنې ته دسپارلو له امله یی خوښي وښوده .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین له سید جمال الدین افغان نمونوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د سید جمال‌الدین افغان نمونوي لېسې ته لاړ او هلته یې د یادې لېسې له مسئولینو، ښوونکو او زده‌کوونکو سره له نږدې وکتل، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۵
Background image

په کابل ولایت کې د ۷ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ۲۴ تعلیمي مرکزونو ترمیم او تجهیز پیل شو

پوهنې وزارت، د کابل ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د ۱۲ بابه ښوونځیو او یوې مدرسې د ترمیم او بیارغونې او د ۱۱ بابه ښوونځیو لپاره د برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونو غځولو کارونه پیل کړل.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو شمېر ولسوالیو ښوونکو لپاره علمي سیمینار پیل شو

د پوهنې وزارت ساینس مرکز ریاست، د غزني ولایت د زنخان، واغظ، خواجه‌عمري، جغتو او خوږیاڼي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره په درېیو مرحلو کې شپږ ورځنی سیمینار پیل کړ.
. . .

BACK TO NEWS