په نیمروز ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۰:۴۷
dfs

د نیمروز پوهنې ریاست د پلاوي په حضور کې له ۷۲ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیستل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل احمد حقاني د ازموینې له پروسې څخه د لیدنې پر مهال وویل: وروسته له هغه چې د زده‌کوونکو تعلیمي کچه معلومه شي، هغوی به د خپلې سویې سره سم د رسمي ښوونځیو په مختلفو ټولګیو کې شامل شي؛ ترڅو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې ګډون وال به تر ازموینې وروسته له ۷ تر ۱۱ټولګیو کې شامل شي او هڅه کېږي چې ټولې مرحلې په دقت، روڼتیا او معیاري اصولو سره سمې پلې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د نیمروز ولایت په ښوونځیو کې اړمنو زده‌کوونکو ته د بکسونو او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه

د یوې خیریه بنسټ له لوري د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په ښوونځیو کې له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو بې‌وزلو زده‌کوونکو ته، د پوهنې ملاتړ په موخه د ښوونځي بکسونه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS