په هرات ولايت کې یو باب لومړنی ښوونځی تاسیس شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۲۰
8523

د پوهنې وزارت د تګلارې له مخې د هېواد بچیانو لپاره د متوازنو ښوونیزو او روزنیزو چوپړونو د وړاندې کولو په موخه، داځل د هرات ولایت ګلستان ولسوالۍ اړوند په نوین محل کلي کې د ګلستان لومړنی ښوونځی تاسیس او پرانیستل شو

دیاد ښوونځي د پرانیستنې په مراسمو کې د دغه ولایت پوهنې ریاست مشرتابه، علماوو او د سیمه ییزه شورا غړو ګډون درلود.

د هرات پوهنې رئیس وويل، د ښوونیزو بنسټونو له تاسیسولو یې «په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې» اساسي موخه، زده کړو ته د خلکو د لاسرسي لپاره د آسانتیاوو برابرول دي او په روان ښوونیز کال کې یې د نورو ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو له جوړولو خبر ورکړ.

په ورته وخت کې د سيمې علماوو او قومي مخورو په خپله سيمه کې د ګلستان د لومړني ښوونځي په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د پوهنې د پراختیا په موخه یې د ياد ښوونځي د جوړېدو لپاره د پوهنې وزارت او د ياد ولايت د پوهنې رياست د مشرتابه له پاملرنې مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS