په هرات ولایت کې د ښوونځیو آمرینو او مدیرانو لپاره مدیریتي ورکشاپ جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۹
dfbcfxb

د مدیریتي او اداري وړتیاوو ښه کولو لپاره، د هرات ولایت مرکز اړوندو ښوونځیو آمرینو او مدیرانو لپاره د "کارکوونکو چلند، مراسلات او پلان جوړونه" تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
 د پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د اداري اخلاقو، مدیریتي کړنو، د مراجعینو سره د مناسب چلند، مراسلاتو چمتو کولو او مهارتونو په برخو کې د ګډون‌والو په هراړخیزه روزنه او لارښوونه ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS