په هرات ولایت کې د ۲۵ بابه ښوونیزو بنسټونو د بیارغونې چارې د ۲۰ مېلیونه او ۱۶۴ زره افغانیو په لګښت سره پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۱:۵۳
951254

د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا، د یاد وزارت له بودیجې څخه د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې، د ۲۰ مېلیونه او ۱۶۴ زره افغانیو په ارزښت د ۲۵ بابه تعلیمي مرکزونو د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې.

د هرات پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر د یادو پروژو د عملي چارو د پيل په ترڅ کې وويل، چې دغه پروژې د پوهنیزو بنسټونو د بیارغونې او زده کوونکو په ځانګړي ډول د لرې پرتو او محرومو سيمو د زده کوونکو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېريال د برابرولو په موخه پلې کېږي.

نوموړي زياته کړه: په یادو پروژو کې د مدارسو او ښوونځيو اساسي ترميمول، د درسي ټولګيو بيارغونه او د نورو اړینو آسانتياوو برابرول شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د خدماتو ریاست لپاره ۱۴۰ قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۹
Background image

فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه،. . .

BACK TO NEWS