په هرات ولایت کې د ۵ مېلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د ۲ بابه ښوونځیو ترمیم چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۳۵
GDSG

د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند د اماني لېسې او رباط سنګي ولسوالۍ د بیرجنک لومړني ښوونځي بیارغونې او ترمیم پروژې پیل شوې.

یادې پروژې چې د پوهنې وزارت له لوري د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ سره د ۵ مېلیونه۵۷۰ افغانیو په لګښت پیل شوې دي، په حقیقت د پوهنې وزارت لخوا د ښوونځیو د بیارغونې او ساختماني چارو ته د لومړیتوب ورکولو ښکارندویي کوي، چې همدغه وزارت یې د تعلیمي ادارو سره په همکارۍ، د ښوونځیو زده کونکو لپاره، په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې د خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو کولو لپاره ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS