په هلمند ولایت کې د ۴۰ بابه ښوونځیو د ودانیو جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۵:۵۳
fdsg

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د هلمند ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۲۰ بابه ښوونځيو لپاره د نویو ودانیو جوړولو او د ۲۰ بابه نورو ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې.

په همدې مناسبت نن د هلمند پوهنې رئیس له لوري د ځایي مسئولینو او علماء کرامو په حضور کې د یو شمېر ښوونځيو (۲ بابه د بازار په مرکز، یو باب په نوزاد او یو باب دوسنګ کلي کې) د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

د پوهنې رئيس د معلوماتو له مخې، د همدغو ۴ بابه ښوونځيو د رغونې ټولیز لګښت ٤٢ مېليونه او ٢٩٦ زره افغانۍ اټکل شوى، چې د يو همکار بنسټ له لوري تمویلېږي.

د یادولو وړ ده، د همدغو ښونځيو هره ودانۍ به ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه له ټولو اړینو ملحقاتو سره ولري.

عامو خلکو په خپلو سیمو کې د ښوونځیو له جوړېدو خوښي څرګنده او د ښوونیزو بنسټونو د رغولو او پراختیا په برخه کې یې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS