په پنجشېر ولایت کې د دیني مدارسو د طالب العلمانو لپاره یو باب لیلیه پرانیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۰:۲۹
iuyu
د پنجشېر ولایت د والي الحاج حافظ محمد حکیم آغا، پوهنې رئیس مفتي حبیب الله نوري قتاده او د یو شمېر علماءکرامو په ګډون، په یاد ولایت کې د ۴۰۰ تنو طلابو لپاره یو باب لیلیه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په یادو مراسمو کې د همدغه ولایت والي او پوهنې رئيس هر يو په خپل وار سره د ديني علومو د زده کړې پر اهميت او د ټولنې په اصلاح کې د علماءکرامو پر رول خبرې وکړې او له ځوانانو يې وغوښتل، تر څو د دیني او عصري علومو زده کړې لپاره خپل ديني او ملي رول ولوبوي.
د يادونې وړ ده، چې دغه ليليه د پنجشېر ولايت د مرکز او ۷ ولسواليو د ديني مدارسو د زده کوونکو له خوا کارول کېږي او د هرې یوې ولسوالۍ برخه ٥٠ تنه زده کوونکي دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS