په پکتیا کې له اوو ښوونیزو بنسټونو سره د ۲.۵ میلیونه افغانیو مرسته شوې
د پکتیا ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ اوسېدونکو له ۷ بابه مدارسو او ښوونځیو سره د ۲ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت نغدي او د ښوونیزو توکو مرسته کړې ده.
یاده مرسته د مدارسو او ښوونځیو د ودانیو جوړولو او ترمیم، د برېښنا سیسټمونو، د ښوونیز چاپېریال ښهوالي، زدهکوونکو ته د مناسبو اسانتیاوو برابرولو او د ښوونیزو بنسټونو د اړتیاوو پوره کولو په برخو کې لګول شوې ده.
